د «ساه» په نوم یوې خصوصي راډیو دوشنبې، د غبرګولي ۲۵مه، په خوست ولایت کې خپل فعالیت او خپرونې پیل کړې. د دغې رسنۍ د پرانیستې مراسم د طالبانو د یو شمېر سیمهییزو چارواکو په ګډون ترسره شول.
د دې راډیو له مسؤلینو څخه محمد ایوب یاد د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې ساه راډیو د خلکو د ستونزو د انعکاس، د عامه پوهاوي د لوړولو او د ځوانانو د فکري ودې او لیدلوري د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې دا رسنۍ به هڅه وکړي څو د ژوند په بېلابېلو برخو کې د خلکو اړین معلومات خپلو اورېدونکو ته ورسوي.
د نوموړي په وینا، ساه راډیو به هره ورځ ۱۸ ساعته خپرونې د ایفاېم له لارې وړاندې کوي. د دې راډیو په پروګرامونو کې به دیني، سیاسي، ټولنیز، فرهنګي، علمي، تفریحي او روغتیايي موضوعات شامل وي.
بلخوا، د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر سبحانالله عزام د یادو مراسمو پر مهال وویل چې د طالبانو سیمهییزې ادارې به له رسنیو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې دغه ملاتړ به په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د معنوي او اداري همکاریو په برخه کې، روان وي.
عزام همدارنګه وویل چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په خوست ولایت کې شپږو خصوصي راډیوګانو خپل فعالیتونه پیل کړي دي او دا مهال د ایفاېم له لارې خپرونې کوي.
د ساه راډیو د فعالیت پیل په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د لګېدلو محدودیتونو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د رسنیو بنسټونو او د بیان د آزادۍ ملاتړو سازمانونو څو ځله د رسنیو پر فعالیتونو د شته محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
سره له دې ننګونو، سیمهییزې رسنۍ لا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د معلوماتو په رسولو، عامه پوهاوي او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د ستونزو او اړتیاوو په انعکاس کې مهم رول لوبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








