د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د اوسني دفتر یوې باوري سرچینې توس نیوز ته ویلي، چې اشرف غني لبنان یا مصر ته نه، بلکې ناروې ته تللی دی او دا مهال روغ، سهي سلامت او په خوندي وضعیت کې دی.
سرچینې ویلي، په دې وروستیو کې د اشرف غني د سفر او روغتیا په اړه بېلابېل اوازې او راپورونه خپاره شوي وو، خو د نوموړي دفتر ته نږدې کسان دغه اوازې ناسمې بولي او ټینګار کوي چې هغه اوس مهال په ناروې کې دی.
تر اوسه خپله اشرف غني او یا هم د هغه رسمي دفتر په دې اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي، خو سرچینې زیاتوي چې نوموړی له نږدې کسانو سره په تماس کې دی.
لیکوال:سعید سمیر








