آیانا پریسلي، د امریکا د استازو د مجلس غړې، د اسرائیلي ځواکونو له خوا پر «صمود» نړیوالې بېړۍ، په نړیوالو اوبو کې برید د «نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه» بللې او د غزې د محاصرې د ختمولو غوښتنه یې کړې ده.
هغې اعلان وکړ چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۷۵ ملکيانو، په شمول څو امریکایي اتباع هم نیول شوي دي.
د «صمود» بېړۍ د بیان له مخې، سیف ابو کشک او تیاګو آویلا وروسته له دې چې له نورو فعالانو جلا شول، د شکنجې لاندې راوستل شوي او لا هم پرته له رسمي تورونو په توقیف کې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان هم دغه پېښه د «نوي جنايت» په توګه یاده کړې ده. په عین وخت کې، د ملګرو ملتونو د عالي کمېسارۍ د بشري حقونو ویاند د نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








