TOOSnews
اعلان
عبدالعظیم بدخشي خپل بلاروسي سیال په ۱۵ ثانیو کې تسلیم کړ.
ورزشټوس نیوز

عبدالعظیم بدخشي خپل بلاروسي سیال په ۱۵ ثانیو کې تسلیم کړ.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ګډو رزمي هنرونو مبارز، عبدالعظیم بدخشي، له یو کال وقفې وروسته بېرته د مبارزې قفس ته راوګرځېد او په یوې چټکې او ځلانده بریا سره یې سیالیو ته بیا مخه کړه. بدخشي د هند د «ای‌اف‌ال» سازمان په سیالۍ کې د بلاروس له مبارز، آرتم بولویچیک، سره مخ شو او وتوانېد چې د لومړي راونډ په لومړیو ۱۵ ثانیو کې خپل سیال د «سبمیشن» په فن تسلیم کړي.

دا مبارزه د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شوه او د بدخشي د شلمې مسلکي مبارزې پنځلسمه بریا وه. هغه تر دې مبارزې مخکې ۱۴ بریاوې او پنځه ماتې په خپل مسلکي ریکارډ کې لرلې او له بولویچیک څخه په بریا سره یې خپلې مسلکي بریاوې ۱۵ ته ورسولې.

د بدخشي قفس ته راستنېدل په داسې حال کې له بریا سره مل شول چې نوموړی په وروستیو ورځو کې په هند کې له ځینو حاشیه‌يي موضوعاتو سره هم مخ شوی و. له یو کال وقفې وروسته په خپله لومړۍ مبارزه کې چټکه بریا کولی شي د دې افغان مبارز د مسلکي مسیر لپاره د نوي پیل زمینه برابره کړي.

د بلاروس ۲۸ کلن مبارز، آرتم بولویچیک، تر دې مبارزې مخکې ۱۹ مسلکي سیالۍ ترسره کړې وې چې پایله یې ۹ بریاوې او ۱۰ ماتې وې. له بدخشي څخه له ماتې وروسته د هغه د مسلکي ماتو شمېر ۱۱ ته ورسېد.

د بدخشي لومړنی ټاکل شوی سیال د چین ۲۸ کلن مبارز، سیوهیر هوسیمن، و؛ خو د سیالۍ له پیل مخکې تنظیموونکو د هغه سیال بدل کړ او آرتم بولویچیک یې د هوسیمن پر ځای وټاکه.

بدخشي د خپلو قوي سوکانو او ګوزارونو له امله د «ناک‌اوټونو سړي» په نوم شهرت لري. هغه تر دې مبارزې مخکې ۱۴ بریاوې ترلاسه کړې وې چې ۱۱ یې د ناک‌اوټ له لارې وې؛ دا شمېره د هغه د ټولو بریاوو نږدې ۷۹ سلنه جوړوي.

بدخشي تر دې مبارزې مخکې د «سبمیشن» له لارې دوه بریاوې او د داورانو د پرېکړې له مخې یوه بریا هم په خپل ریکارډ کې لرله. هغه د بولویچیک په ۱۵ ثانیو کې په تسلیمولو سره خپله درېیمه بریا د «سبمیشن» له لارې هم ثبت کړه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.