TOOSnews
اعلان
سمیع‌الله، افغان رزمي لوبغاړي، د ازبکستان اسیايي سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.
ورزشټوس نیوز

سمیع‌الله، افغان رزمي لوبغاړي، د ازبکستان اسیايي سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سمیع‌الله، د افغانستان رزمي لوبغاړی، د ازبکستان په اسیايي سیالیو کې په ځلانده نندارې سره پایلوبې ته لار پیدا کړه او د سپینو زرو مډال یې هم یقيني کړ.

هغه د شنبې ورځې له غرمې وروسته د منفي ۶۵ کیلوګرام وزن په سیالۍ کې د مغولستان له استازي سره مخامخ شو او وتوانېد چې په دویم پړاو کې خپل سیال مات کړي او فاینل ته د رسېدو جواز ترلاسه کړي.

سمیع‌الله تر دې وړاندې هم په پیاوړې تګ لارې سره د چین استازي ته ماته ورکړې وه او د همدې بریاوو په دوام سره یې د افغانستان د لوبډلې لپاره د دغو سیالیو له غوره پایلو څخه یوه ثبت کړه.

د دغه افغان ورزشکار په پای لوبه کې له رسېدو سره، افغانستان ته د سپینو زرو مډال ترلاسه کول حتمي شوي او نوموړی اوس د سرو زرو مډال ګټلو لپاره په وروستۍ سیالۍ کې له خپل وروستي سیال سره مخامخېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.