افغان لیکوال، دیپلوماټ او د افغانستان د کډوالو چارو پخوانی وزیر عبدالغفار فراهي د ورپېښې ناروغۍ له امله د امریکا د ویرجینیا ایالت کې مړ شوی دی.
فراهي د «افغانستان د دیموکراسۍ په لسیزه کې» په نوم د مشهور کتاب لیکوال و او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړې وې.
نوموړي په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر، په مشهد کې د افغانستان د جنرال قونسل او په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د یپلوماټ په توګه هم دندې ترسره کړې وې.
فراهي د افغانستان د دیموکراسۍ په لسیزه کې د ولسي جرګې د دیارلسمې دورې غړی هم و. هغه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ استازیتوب کاوه او د هلمند سیند د اوبو د عادلانه وېش لپاره یې هڅې کړې وې.
نوموړي خپلې سیاسي او پارلماني تجربې د «افغانستان د دیموکراسۍ په لسیزه کې» په کتاب کې هم ثبت کړې وې او د هغه مهال د سیاسي بحثونو او مهمو موضوعاتو په اړه یې معلومات وړاندې کړي وو.
عبدالغفار فراهي وروسته د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر په توګه هم دنده ترسره کړه.
د معلوماتو له مخې، فراهي له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې اوسېده او د ژوند تر پایه یې لیکوالي، سیاسي او تاریخي چارو ته دوام ورکړ.
ارواښاد فراهي د فراه د سلطان محمد خان وراره او د حاجي دین محمد خان زوی و.
لیکوال:سعید سمیر








