د افغانستان او د هند ملي کرېکټ لوبډله ترمنځ د درېیو یو ورځینو (ODI) سیالیو لوبلړۍ د کوربه هند په بشپړ برلاسي سره پای ته ورسېده، چې هند په ټولو درېیو لوبو کې د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلې ته ماته ورکړه او سیریز یې ۳-۰ وګاټه.
د وروستۍ لوبې په ترڅ کې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ۱۰۲ منډو سلیزې او د عظمت الله عمرزی د ۵۰ منډو په مرسته افغانستان هند ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
خو د هند لوبډلې ټاکل شوی هدف په چټکۍ او منظمې توپ وهنې سره د یوې ویکټې په زیان په ۲۸.۴ اورونو کې پوره کړ او افغانستان ته یې د ۹ ویکټو په توپیر ستره ماته ورکړه.
په ټولې لوبلړۍ کې هند بشپړ برلاسی و؛ دوهمه لوبه یې د ۱۷۰ منډو په لوی توپیر او لومړۍ لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر ګټلې وه، چې په دې سره یې درې واړه سیالۍ خپلې کړې او افغانستان ته یې کلین سويپ ماته ورکړه.
لیکوال:سعید سمیر








