د امریکا متحده ایالاتو حکومت د چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ پر ضد ملي ستراتېژۍ» سند خپور کړ. دا سند چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له لوري وړاندې شوی، د نړۍ پر مهمو امنیتي ګواښونو تمرکز کوي، خو په کې د افغانستان نوم نه دی یاد شوی.
د ستراتېژۍ له مخې، په لاتیني امریکا کې د نشهيي توکو د قاچاق کارټلونه، د چپپالو توندلارو ډلې، او اسلامي سختدریځې ډلې لکه القاعده او داعش د امریکا لپاره مهم ګواښونه بلل شوي دي.
په سند کې ټینګار شوی چې امریکا به د خپلو متحدینو په همکارۍ د دغو ډلو پر ضد مبارزه نوره هم پیاوړې کړي، خو د افغانستان وضعیت او د دغه هېواد اړوند ګواښونه په دې نوې ستراتېژۍ کې ځای نه لري.
لیکوال:سعید سمیر








