د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف د ۲۰۲۶ کال په څلور اړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د بنګلادېش د ۲۳ کلونو څخه د کمعمرو لوبډلې پر وړاندې صفر ـ صفر مساوي پای ته ورسوله.
د یادې ادارې په وینا، دغه لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ ډکه وه، خو هېڅ یوه لوري ونه شو کولای د مقابل لوري دروازه پرانیزي او لوبه په بېګوله مساوي پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد مالدیف ته ماته ورکړې وه او سیالۍ یې په بریا پیل کړې وې.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د روانې جون میاشتې په اوومه نېټه خپله درېیمه لوبه د پاکستان د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبې تل د سپورټ مینهوالو لپاره ځانګړی اهمیت او حساسیت لري.
دغه څلور اړخیزې سیالۍ د مالدیف په کوربهتوب د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان د لوبډلو په ګډون د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې دي او ټاکل شوې ده چې د جون تر ۱۰مې نېټې دوام وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








