د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په کوربتوب د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
دا لوبه یکشنبې، د غبرګولي په ۱۷مه، د کابل پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو په مالدیف کې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد ملي لوبډلې د دغو سیالیو په تېرو دوو لوبو کې مالدیف ته ماته ورکړه او د بنګلهدېش پر وړاندې یې مساوي پایله ترلاسه کړې ده.
د فوټبال نړیوالې څلور اړخیزې سیالۍ، چې د مالدیف په کوربتوب ترسره کېږي، د روانې میلادي میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې دوام لري. په دغو سیالیو کې ګډون کوونکې څلور لوبډلې د اتلولۍ د سرلیک د ګټلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








