TOOSnews
اعلان
افراسياب خټک: د بنو خونړى بريد د امنيتي پاليسى كمزوري ثابتوي.
نړۍټوس نیوز

افراسياب خټک: د بنو خونړى بريد د امنيتي پاليسى كمزوري ثابتوي.

۲۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ او پښتون سیاستوال افراسياب خټک وایي، په بنو کې وروستی خونړی برید او د پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې نورې مرګ‌ژوبلې د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلارې ناکامي په ډاګه کوي.

هغه ویلي، د ناامنۍ دوام او د ولسي خلکو مرګ‌ژوبله ښيي چې حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره اغېزمنه پالیسي نه‌ ده خپله کړې. د نوموړي په وینا، روان وضعیت د سیمې خلک له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.

افراسياب خټک ټینګار کړی، که د امنیتي ستونزو د حل لپاره جدي او عملي ګامونه وانخیستل شي، په سیمه کې به د تاوتریخوالي پېښې لا زیاتې شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.