د عوامې نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ويلي، چې د پاکستاني رياست بنسټيز فکر د امن، مينې او پرمختګ پر ځای پر وېرې او ناامنۍ ولاړ دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د يو سالم رياست نښه دا ده چې خلک پکې له امن، سړکونو، ښوونځيو او روغتيايي اسانتياوو برخمن وي، خو د ده په وينا د پاکستاني رياست تګلاره له دې ارزښتونو سره په ټکر کې ده.
ايمل ولي خان زياته کړه، چې د پاکستاني رياست په پاليسيو کې دا انګېرنه حاکمه ده چې بايد ويره خپره وي، چاودنې وشي او تښتونې دوام ولري، چې دا کارونه د ټولنې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ جوړوي.
هغه ټينګار وکړ، تر هغه چې د رياست په فکر او تګلاره کې بدلون رانه شي، په سيمه کې د دايمي سولې او ثبات راتګ ناشونی ښکاري.
لیکوال:سعید سمیر








