افغان الاصله سیاستواله عایشه وهاب د امریکا د کالیفورنیا ایالت د څوارلسمې ټاکنیزې حوزې په ټاکنو کې مخکښه ده او د امریکا د استازو جرګې د غړیتوب څوکۍ ته د رسېدو په درشل کې ده.
د لومړنیو پایلو له مخې، عایشه وهاب د څه باندې ۳۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي مقام کې ځای لري. نوموړې په تېرو کلونو کې د ایالتي سیاست په ډګر کې فعاله ونډه لرلې او د خپلو پروګرامونو ډېره برخه یې د کور جوړونې، د ژوند د لګښتونو او د خلکو د اقتصادي ستونزو پر حل متمرکزه کړې ده.
عایشه وهاب تر دې وړاندې د ایالتي سناتورې په توګه دنده ترسره کړې او په متحده ایالاتو کې د افغان الاصله ټولنې له پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېږي.
دا ټاکنیزه سیالي په داسې حال کې روانه ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې د زده کړو، کار، سیاسي ګډون او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
ځینې شنونکي په دې باور دي چې که عایشه وهاب په وروستیو پایلو کې بریالۍ شي، نو هغه به لومړۍ افغان الاصله ښځه وي چې د امریکا د استازو جرګې ته یې لار موندلې.
لیکواله:سلیمه آریایي








