امریکایي سندرغاړې ټیلر سویفټ په تازه ارزونه کې د نړۍ تر ټولو مالداره سندرغاړې په توګه پېژندل شوې. د هغې شخصي شتمني اوس له دوه میلیارده ډالرو څخه اوښتې ده. د سویفټ مالي بریالیتوب د نړۍ په موسیقي صنعت کې د هغې د اوږدمهاله هڅو، کنسرتونو، البومونو او سوداګریزو همکاریو پایله ده. دا لاسته راوړنه هغې ته د سندرغاړو په نړۍ کې ځانګړې اقتصادي او هنري مقام ورکړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








