TOOSnews
اعلان
امو نهنګانو او مس عينک اتلانو د شپږيزې ليګ لومړۍ ورځې سيالۍ وګټلې.
ورزشټوس نیوز

امو نهنګانو او مس عينک اتلانو د شپږيزې ليګ لومړۍ ورځې سيالۍ وګټلې.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ د سیالیو په لومړۍ ورځ، امو نهنګانو او مس عینک اتلانو خپلې سیالې لوبډلې ماتې کړې.

په لومړۍ لوبه کې امو نهنګانو د سپین غر بازانو پر وړاندې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه. سپین غر بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۱۶۷ منډې وکړې او امو نهنګانو ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

امو نهنګانو دغه هدف د ۱۷.۲ اورونو په ترڅ کې د یوازې دوو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ او سپین غر بازانو ته یې د ۸ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

په دویمه لوبه کې بست ساتونکو د پچې تر ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په زیان یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې، چې د مس عینک اتلانو لپاره یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

مس عینک اتلانو په زړه پورې تعقیب ترسره کړ او ټاکل شوی هدف یې د لوبې په وروستي اور کې د ۷ ویکټو له لاسه ورکولو سره پوره کړ، ترڅو بست ساتونکو ته د ۳ ویکټو په توپیر ماته ورکړي.

په دې توګه د شپږیزې لیګ لومړۍ ورځ د امو نهنګانو او مس عینک اتلانو په بریاوو پای ته ورسېده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.