د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال،امرالله صالح د شنبې په ورځ د زمري په درېيمه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې ليکلي چې طالبان به هېڅکله په يوه دولت بدل نه شي او د دې ډلې واکمني به بالاخره نسکوره شي. هغه همدا راز ادعا وکړه چې د طالبانو ماته به د افغانستان د خلکو لپاره په یوه «ملي جشن» بدله شي.
صالح زياته کړه چې د طالبانو تر بيرغ او جوړښت لاندې ملي يووالی نه يوازې ممکنه نه دی، بلکې د هغه په وینا، دا بهير هره ورځ تر پرون ډېر له تخريب او پاشل کېدو سره مخ دی. هغه په ورته وخت کې زياته کړه چې افغانستان به پر ځای پاتې شي او هېڅکله به ونه وېشل شي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال همدا راز وويل چې له طالبانو سره مبارزه به په سياسي او پوځي ډګرونو کې دوام ولري او د همفکره ډلو ترمنځ د افقي ائتلافونو په رامنځته کېدو سره به د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دې ډلې د مخالفينو د فعاليت لمن پراخه شي.
نوموړي د کوم مشخص هېواد له يادولو پرته ادعا وکړه چې طالبان د ماتې په صورت کې، د تېر برعکس، له هېڅ بهرني ملاتړ څخه برخمن نه وي او دا ډله به په خپل قومي جوړښت کې دننه له پاشل کېدو سره مخ شي.
صالح دا هم وويل چې په راتلونکي افغانستان کې د واک د وېش بڼه بايد د ټولپوښتنې ، د لويې جرګې د جوړېدو او د اساسي قانون د تدوین له لارې وټاکل شي او حل وفصل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په بدخشان ولایت کې د وسله والو مخالفینو د بریدونو له زیاتېدو سره هم مهاله، د دې ولایت په څو ولسوالیو کې نښتې دوام لري. د افغانستان د ازادۍ جبهې ځواکونه له تېرو درېیو ورځو راهیسې په زیباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په مستقیمه جګړه کې دي.
همدارنګه، نوې جوړې شوې ډلې «سپاهیان میهن» تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د څو ساعتونو لپاره یې د یفتل پایین ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړی و. دغو پرمختګونو ته په ځواب کې طالبانو بدخشان او تخار ولایتونو ته مرستندویه ځواکونه لېږلي او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز، فصیح الدین فطرت، هم په زیباک ولسوالۍ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








