TOOSnews
اعلان
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې يو افغان ـ اسټراليايي وګړی وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې يو افغان ـ اسټراليايي وګړی وژل شوی.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د غزني ولایت سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د افغانستان-اسټرالیا تابعیت لرونکی وګړی محمدعلي عطایي د دې ولایت د جاغوري ولسوالۍ په سیمه کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، ښاغلی عطایي له څو کلونو راهیسې په اسټرالیا کې اوسېده او په دې باور چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی، خپل پلرني ټاټوبي ته د جاغوري ولسوالۍ د بابه کلي ته راستون شوی و.

سرچینې وایي چې نوموړی دوه ورځې وړاندې د ناپېژنده وسله‌والو د ډزو هدف ګرځېدلی او د همدې برید له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د شته معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د دې وژنې اصلي لامل او د عاملینو هویت نه دی څرګند شوی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم د دې خبر تر خپرېدو پورې د پېښې د څرنګوالي او اړوندو جزئیاتو په اړه کومې رسمي څرګندونې نه دي کړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د هېوادوالو او هغو کسانو د امنیت په اړه اندېښنې لا هم شته، کوم چې له کلونو بهرني ژوند وروسته بېرته افغانستان ته ستنېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.