لیکواله:سلیمه آریایي
د سپینې ماڼۍ د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د دې هېواد د پاسپورټ نوی ډیزاین «پاټریوټ پاسپورټ» وړاندې کړی دی. دا اقدام د امریکا د خپلواکۍ د کلیزې د لمانځلو په رسمي پلانونو کې شامل دی.
د امریکايي مقاماتو په وینا، دغه پاسپورټ به په محدود شمېر او ځانګړې توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شي. د دې نوي ډیزاین سره د امریکا د پاسپورټونو معمولې امنیتي ځانګړتیاوې ساتل شوي دي.
په نوي پاسپورټ کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور په یوه دننه صفحه کې شامل دی. همداراز راپورونه ښیي چې په داخلي ډیزاین کې یې د امریکا د خپلواکۍ اړوند نښې او سمبولونه هم کارول شوي دي.
امریکايي مقاماتو ویلي دي چې دا پاسپورټ به د خپلواکۍ د کلیزې د مراسمو په ترڅ کې غوښتونکو ته ورکړل شي. د وېش دقیق وخت او د نسخو شمېر یې لا تر اوسه بشپړ نه دی اعلان شوی.








