د ملګرو ملتونو ویاند د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرېش به د روانې اوونۍ په وروستیو کې د سوریې د حکومت په بلنه دمشق ته سفر وکړي. دا به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د هغه د دندې له پیل راهیسې سوریې ته لومړنی سفر وي.
د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک وویل، ګوتېرېش به د دې سفر پر مهال د سوریې له ولسمشر احمد الشرع، د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري او خبرې به وکړي.
د دوجاریک په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي به په دې سفر کې د سوریې د خلکو او حکومت د ملاتړ لپاره د دې سازمان پر ژمنتیا ټینګار وکړي، په ځانګړې توګه په دې حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې. هغه به د سوریې د ثبات او بیارغونې په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال کلاودیو کوردون هم د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د دې سفر اساسي موخه د سوریې د سیاسي انتقال له بهیر څخه ملاتړ او د روانو هڅو پیاوړتیا ده.
د اعلان شوې برنامې له مخې، ګوتېرېش به د حکومتي چارواکو تر څنګ د مدني ټولنې له استازو، غیردولتي سازمانونو او د ښځو د حقونو له مدافع ډلو سره هم وګوري، څو د سیاسي انتقال او د سوریې د بیارغونې په اړه د هغوی نظرونه واوري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي به همدارنګه د سوریې د حاکمیت، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړي. دا موضوع به له سوریایي چارواکو سره د هغه د خبرو له مهمو محورونو څخه وي.
ګوتېرېش به د خپل سفر په دوام کې د جولان لوړو سیمو په حایل سیمه کې د ملګرو ملتونو د څارونکو ځواکونو څخه هم لیدنه وکړي. دغه ځواکونه له ۱۹۷۴ کال راهیسې د سوریې او اسرائیل ترمنځ د اوربند د څارنې دنده ترسره کوي.
دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه سوریې ته د انتونیو ګوتېرېش لومړنی سفر او له ۲۰۰۹ کال راهیسې سوریې ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر دی. تر دې وړاندې بان کي مون په ۲۰۰۹ کال کې سوریې ته سفر کړی و.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه پلاوي هم د ډسمبر په میاشت کې سوریې ته سفر کړی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه خبرې کړې وې.
لیکواله:سلیمه آریایي








