TOOSnews
اعلان
عراقچي: د "ټرمب تنګي" اصطلاح تاريخي تېروتنه ده.
نړۍټوس نیوز

عراقچي: د "ټرمب تنګي" اصطلاح تاريخي تېروتنه ده.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ټرمپ هغو لانجمنو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې پکې یې د هرمز تنګي لپاره د “ټرمپ تنګي” اصطلاح کارولې وه.

عراقچي دا اقدام نه یوازې ناسم، بلکې “تاریخي تېروتنه” وبلله او ټینګار یې وکړ چې د هرمز تنګي نوم د سیمې له تاریخي او جغرافیایي هویت سره تړلی دی او بدلول یې د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړه چې نن په ایران کې د “فارس خلیج ملي ورځ” نمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې د ده په وینا شاوخوا څلور پېړۍ وړاندې ایراني ځواکونو پرتګالي ځواکونه له دې ستراتیژیکې سیمې وشړل او خپل واک یې ټینګ کړ.

عراقچي په طنزي انداز وویل چې ټرمپ لږ تر لږه د “فارس خلیج” نوم سم کارولی، خو د هرمز تنګي لپاره د نوې اصطلاح کارول یې بې بنسټه او تحریف بللی. نوموړي دا هم روښانه کړه چې ایران به هېڅکله د دې تاریخي او مهمې اوبو لارې نوم بدلولو ته غاړه کېنږدي.

بل لور ته، ټرمپ په خپره کړې نقشه کې د “STRAIT OF TRUMP” لیکلو سره هڅه کړې وه خپل سیاسي او سمبولیک نفوذ وښيي، خو د ایران چارواکو دا کار د واقعیت خلاف او پاروونکی وباله.

دا لفظي شخړه په داسې وخت کې راپورته شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ په سیمه ییزو اوبو کې د کښتیو د تلاشي او توقیف پر سر کړکېچ زیات شوی او وضعیت لا هم حساس بلل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.