د ارجنټاین ملي فوټبال لوبډلې په یوه ډراماتیک بېرته راګرځېدو سره انګلستان ته ۲-۱ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ نړیوال جام پلی لوبې ته یې د پرلهپسې دوهم ځل لپاره لار پیدا کړه.
انګلستان د لوبې په ۵۵مه دقیقه کې د انتوني ګورډن د ګول له لارې مخکې شو، خو ارجنټاین د لوبې په وروستیو شېبو کې نتیجه واړوله. انزو فرناندز په ۸۵مه دقیقه کې د محوطې له شا څخه په یوه ښکلي او شاټ سره لوبه مساوي کړه، او لاوتارو مارتینز د ۹۰+۲ دقیقې په ترڅ کې د لیونل مسي د پاس په مرسته د بریا ګول وواهه.
د انګلستان ګول د یوې ښې ډلهییز بزید پایله وه. هېري کین د خپل دقیق پاس له لارې برید پیل کړ، ډېکلان رایس په هوښیارانه عمل سره توپ مورګن راجرز ته ورساوه، او د هغه سانتر د انتوني ګورډن په ضربه بدل شو او ګول شو.
د سرلیک دفاع کوونکي ارجنټاین د دې بریا په ترلاسه کولو سره په دې جام کې یو بل ستر بېرته راتګ ثبت کړ او د پایلوبې ټکټ یې ترلاسه کړ.
ارجنټاین به د یکشنبې په ورځ په پای لوبه کې له هسپانیې سره مخامخ شي. انګلستان به بیا د شنبې په ورځ د درېیم مقام لپاره په لوبه کې له فرانسې سره سیالي وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








