TOOSnews
اعلان
وسلوالو کوچیانو د بامیان په یوه ولسوالۍ باندې برید کړی او درې بزګران یې سخت وهلي.
افغانستانټوس نیوز

وسلوالو کوچیانو د بامیان په یوه ولسوالۍ باندې برید کړی او درې بزګران یې سخت وهلي.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په بامیان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې وسلوالو کوچیانو د دې ولایت د پنجاب ولسوالۍ د «پشته غرغري» په سیمه کې د «توبک» کلي پر خلکو برید کړی او درې بزګران یې سخت وهلي دي.

د سرچینو په وینا، دا درې کسان سې شنبې د غبرګولي ۲۶مه هغه وخت د کوچیانو د وسلوالو له خوا «تر مرګه د نږدې حالت پورې» ووهل شول، کله چې دوی د خپلو کروندو پر ځمکو د کوچیانو د رمې د ورننوتلو مخه ونیوله.

سرچینې زیاتوي چې کوچیانو وروسته د دې کلي پر کورونو برید وکړ، پر کورونو یې ډزې وکړې او له امله یې یو شمېر کورنۍ اړ شوې چې له خپلو کورونو وتښتي.

د سرچینو له مخې، هغه کسان چې د کوچیانو له خوا وهل شوي، «محمد حسین، جعفر او علی‌داد» نومېږي او د درملنې لپاره د پنجاب ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې وایي چې د دوو کسانو روغتیایي حالت نسبي د ډاډ وړ دی، خو د یو بل کس حالت د اندېښنې وړ بلل شوی.

په هغو انځورونو کې چې رسنیو ته رسېدلي، د دغو کسانو پر بدنونو د ټپونو، زخمونو او شنه والي نښې لیدل کېږي.

وسلوالو کوچیانو لس ورځې وړاندې هم د بامیان د پنجاب ولسوالۍ په «زرسنگ» کلي باندې برید کړی و او د دې کلي پنځه اوسېدونکي یې ټپیان کړي وو.

د بامیان د پنجاب ولسوالۍ د اوسېدونکو کروندې او کورونه تر دې وړاندې هم څو ځله د وسلوالو کوچیانو او د هغوی د رمو له بریدونو سره مخ شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۵ میلادي کال په جولای میاشت کې، د یوې حقوقي شخړې له پرېکړې وروسته چې د کوچیانو په ګټه شوې وه، د بامیان د پنجاب ولسوالۍ د «رشک» کلي ۲۵ کورنۍ اړ کړې چې په زور کډه وکړي، دا کلی د «توبک» کلي ترڅنګ پروت دی.

د دې کلي د اوسېدونکو جبري کډه د پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو لامل شوې او یو شمېر سیاسي ډلو دا عمل د «توکمیز پاکونې» بېلګه وباله.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.