د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې د افغانستان یو وکړی په وحدت ښار کې د خپل پلار د وژنې په تور نیول شوی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه د ماسپښین شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې په وحدت ښار د سامانیانو واټ یوه د مېوېپلورنځي ته نږدې رامنځته شوې ده.
د تاجکستان پولیس وايي چې د تورن او د هغه د پلار، صاحبداد دولتزاده، ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې او وروسته فزیکي نښته شوې ده.
د پولیسو په راپور کې راغلي چې تورن د نښتې پر مهال د چاقو په وسیله د خپل پلار سینې او شا ته دوه وارې ټپونه رسولي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا، قرباني د سختو ټپونو له امله د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د پولیسو ځواکونو د ژر اقداماتو وروسته تورن په لنډ وخت کې نیولی دی.
دغه وزارت ټینګار کړی چې د پېښې د انګېزې او جزئیاتو په اړه پلټنې لا هم روانې دي او پایلې به یې د څېړنو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








