TOOSnews
اعلان
اسد قيصر: پنجاب پوليسو ګلګت بلتستان ته زما د ټاكنيز سفر مخه نيولې.
نړۍټوس نیوز

اسد قيصر: پنجاب پوليسو ګلګت بلتستان ته زما د ټاكنيز سفر مخه نيولې.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ادعا کړې، چې د پنجاب پولیسو ګلګت بلتستان ته د هغه د ټاکنیز کمپاین سفر مخه نیولې او هوايي ډګر ته یې د تګ اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، کله چې د اسلام‌اباد هوايي ډګر پر لور روان و، نو لاره ورته وتړل شوه او وروسته پولیسو خبر ورکړ چې سفر نه شي کولای. هغه د دې اقدام قانوني بنسټ تر پوښتنې لاندې راوست او ویې ویل چې د ملي شورا د یوه غړي په توګه له ده سره ناسم چلند شوی دی.

اسد قیصر همداراز ادعا وکړه چې له تحریک انصاف ګوند سره تبعیضي چلند کېږي او د خیبر پښتونخوا لپاره د دغه ګوند مشر هم له ګلګت بلتستان څخه ایستل شوی دی.

بل لور ته، د پاکستان پیپلز ګوند د خیبر پښتونخوا مشر محمد علي شاه د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په ایالت کې ناامني او ترهګري د تحریک انصاف د ناکامو پالیسیو پایله ده او یاد ګوند باید د امنیتي وضعیت په اړه ځواب ووايي.

په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریډي ویلي، چې د ګلګت بلتستان د سترې محکمې مشر قاضي ته یې لیک استولی او غوښتنه یې ترې کړې چې راتلونکې ټاکنې دې په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي. هغه زیاته کړې چې په ګلګت بلتستان کې سیاسي فعالان له فشارونو، نیونو او محدودیتونو سره مخ دي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې د جون په اوومه نېټه ټاکنې ترسره شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.