د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر، په ایټالیا کې د افغان کډوالو د وژل کېدو او سوځولو پېښه «دردناکه او ټکان ورکوونکې» بللې او ویلي یې دي چې دغه غمیزه یو ځل بیا د پناهغوښتونکو د ساتنې او د هغوی د اساسي حقونو د تضمین په برخه کې د دولتونو مسوولیتونه رابرسېره کوي.
اتمر د ایکس په یوه پیغام کې له ایټالیايي حکومت څخه غوښتي چې د افغان پناهغوښتونکو د حقوقي وضعیت ارزونه او هغوی ته د خوندي او قانوني کار زمینه برابرول د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ځای کړي.
هغه د ایټالیا د چارواکو، په ځانګړې توګه د جورجیا ملوني، هغه پرېکنده دریځ هم ستایلی چې د یادې پېښې عاملان به عدالت ته سپاري.
د بهرنیو چارو پخواني وزیر ټینګار کړی چې د افغانانو د کډوالۍ بنسټیز لاملونه باید له پامه ونه غورځول شي. د هغه په وینا، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او مشروع نظام د رامنځته کېدو لپاره سیاسي همکاري د ستونزې د حل اساسي لاره ده.
اتمر ویلي: «د افغانانو د مهاجرت د ریښهییزو عواملو څېړل او حل یې،باید د افغانستان د اوسنیو واکمنانو، سیاسي ځواکونو او نړیوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.»
هغه د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې، قربانیانو ته یې د جنت فردوس او د هغوی کورنیو ته یې د زغم او صبر دعا کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په ایټالیا کې د افغان کډوالو د سوځولو وروستۍ پېښې د افغانانو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
لیکوال:سعید سمیر








