د آکسیوس رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وضعیت خونې په غونډه کې غوښتنه کړې چې په هغه هوکړهلیک کې ځینې تعدیلات راوستل شي چې د هغه استازو له ایراني چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، ټرمپ د یوې هوکړې له ترلاسه کېدو ملاتړ کوي او تمه لري چې د مذاکراتو بهیر به په نږدې راتلونکي کې پایلې ته ورسېږي، خو هغه غواړي چې ځینې مهم موارد، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام اړوند مادې، لا پیاوړې شي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي آکسیوس ته ویلي چې ټرمپ به یوازې هغه هوکړه ومني چې د امریکا ګټې خوندي کړي، د هغه د ادارې سرې کرښې په کې شاملې وي او دا تضمین ورکړي چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
آکسیوس همداراز لیکلي چې د تفاهم د یاددښت په اوسني متن کې د ایران ژمنه شامله ده چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه به نه کوي، خو له دې ژمنې پرته پکې کوم بل څرګند امتیاز نه تر سترګو کېږي.
د راپور له مخې، په اوسني متن کې د ۶۰ ورځو یوه موده ټاکل شوې چې په ترڅ کې به یې د تهران د اټومي ژمنو او د امریکا د بندیزونو د کمولو په اړه نورې خبرې اترې دوام وکړي. د ایران د بډایه شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک او د بډایه کولو د فعالیتونو محدودول به د دغو خبرو له لومړنیو موضوعاتو څخه وي.
په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي چې واشنګټن له تهران سره د یوې «ډېرې ښې» هوکړې ترلاسه کولو ته نږدې شوی دی.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې هغه د ایران له حکومت سره یوې هوکړې ته رسېدل ترجیح ورکوي، خو هم مهاله د پوځي انتخاب د بیا کارولو لپاره هم چمتو دی.
ټرمپ د مرکې په یوه برخه کې ټینګار کړی چې که د امریکا غوښتنې پوره نه شي، واشنګټن به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له نورو لارو چارو کار واخلي.
هغه زیاته کړه چې امریکا به یا یوې مطلوبې هوکړې ته ورسېږي او یا به موضوع له پوځي لارې تعقیب کړي، او دا بهیر به د هغه په وینا «ورو خو په ډاډمن ډول» مخته ولاړ شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








