د بحرین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۱ کسان یې د ایران له سپاه پاسداران سره د اړیکو په تور نیولي دي. دغه خبر د شنبې په ورځ، د می ۹مه، د رویټرز خبري اژانس له لارې د بحرین د امنیتي چارواکو په حواله خپور شوی دی.
د راپور له مخې، نیول شوي کسان د امنیتي ادارو له خوا پېژندل شوي دي او د مطرح شوو تورونو په ترڅ کې د ایران د بریدونو سره «همدردي او ملاتړ» د ځینو کسانو په قضیو کې هم شامل یاد شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې له پیل څخه، د فبروري په ۲۸مه، یو شمېر عربي هېوادونه، په شمول د بحرین، د ایران د توغندیو د بریدونو هدف ګرځېدلي، چې دې چارې په سیمه کې د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي سبب شوې دي.
له دې مخکې هم، په بحرین کې یوې محکمې دوه افغان وګړي د ایران د سپاه پاسداران سره د همکارۍ په تور بندیان کړي وو؛ هغه موضوع چې د سیمې د امنیتي او سیاسي تناوونو په لړ کې مطرح شوې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








