TOOSnews
اعلان
جاويد اميرخېل په اروپا كې د پاتې كېدو پرېکړه وكړه.
کلتور او هنرټوس نیوز

جاويد اميرخېل په اروپا كې د پاتې كېدو پرېکړه وكړه.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان مشهور سندرغاړي جاوید امیرخېل اعلان کړی چې له پښتونخوا او پېښور سره یې د تل لپاره مخه ښه کړې او د ژوند د دوام لپاره په جرمني کې مېشت شوی دی.

امیرخېل ویلي، د روانو حالاتو او شخصي مجبوریتونو له امله یې له هېواده بهر د ژوند کولو پرېکړه کړې ده. نوموړي څرګنده کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له کابل څخه پاکستان ته ولاړ او وروسته یې اووه میاشتې د کډوال په توګه په کویټه ښار کې ژوند وکړ.

هغه زیاته کړې چې له کویټې وروسته یې د کډوالۍ ژوند په پېښور کې پیل کړ او دغه موده یې د خپل ژوند له تر ټولو غوره فصلونو څخه بللې ده.

د نوموړي په وینا، د روان کال په مې میاشت کې د کنسرټونو لپاره اروپا ته تللی و، خو هلته یې سخته پرېکړه وکړه چې نور به خپل ژوند په جرمني کې پرمخ وړي.

امیرخېل ویلي، په اروپا کې د پاتې کېدو پرېکړه یې له مجبوریته کړې، خو د دې پرېکړې د لاملونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي. هغه خپلو مینه‌والو ته ډاډ ورکړی چې د کډوالۍ ژوند پر مهال به هم خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.