TOOSnews
اعلان
د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د رئیس په توګه وټاکل شو.
نړۍټوس نیوز

د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د رئیس په توګه وټاکل شو.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

خلیل‌الرحمن، د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د ۸۱مې غونډې د رئیس په توګه وټاکل شو. هغه له ۱۹۰ رایو څخه د ۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره خپل سیال، چې د قبرس د یوناني برخې استازی و او ۹۱ رایې یې ترلاسه کړې وې، مات کړ او د جرمني د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره انالنابېربوک ځایناستی شو.

دغه تجربه‌لرونکی ډیپلوماټ به د روان میلادي کال له سپټمبر میاشتې څخه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشري پر غاړه واخلي. عمومي غونډه د ملګرو ملتونو له مهمو ارګانونو څخه ده چې د ۱۹۳ غړو هېوادونو استازي پکې ګډون لري.

انالنا بېربوک د عمومي غونډې د اوسني رئیس په توګه د خلیل‌الرحمن ټاکنه مبارکه وبلله او ویې ویل چې د هغه پراخه ډیپلوماتیکه تجربه کولی شي د نړیوالو همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

خلیل‌الرحمن له ټاکل کېدو وروسته وویل چې د روانو جګړو او نړیوالو کړکېچونو له امله پر ملګرو ملتونو نړیوال باور کم شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې د شخړو مخنیوی او د نړیوالو بحرانونو لپاره د سیاسي حل‌لارو ملاتړ به د ده د کاري دورې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.

نوي رئیس ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې له ماموریتونو څخه به ملاتړ وکړي او د دې سازمان په بېلابېلو برخو کې به د ښځو د ګډون او ونډې د زیاتولو لپاره هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم د خلیل‌الرحمن ټاکنه مبارکه وبلله او د هغه سیاسي او ډیپلوماټیکه تجربه یې د عمومي غونډې د بریالیتوب لپاره ارزښتمنه پانګه وبلله. نوموړي همدارنګه د ښځو د حقونو په ملاتړ کې د انالنا بېربوک له هڅو مننه وکړه.

د خلیل‌الرحمن د ریاست دوره به د ملګرو ملتونو له یوه مهم پړاو سره هم‌مهاله وي؛ هغه به د انتنیو ګوتریش د ځایناستي د ټاکلو بهیر تعقیب کړي، ځکه چې د ګوترېش ماموریت د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي.

خلیل‌الرحمن د ډیپلوماسۍ او څو اړخیزو همکاریو په برخه کې له څلوېښتو کلونو څخه زیاته تجربه لري. هغه د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو، او تر دې وړاندې یې د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار دنده هم ترسره کړې وه.

هغه په ۱۹۷۹ کال کې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت سره یوځای شو او د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ادارو، په ځانګړي ډول په نیویارک او جنیوا کې، ګڼ شمېر لوړپوړې دندې ترسره کړې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.