TOOSnews
اعلان
په بلخ کې د پنځو ماشومانو یوځای زېږون؛ د بلخ حوزوي روغتون کې یوه کم‌سارې پېښه.
افغانستانټوس نیوز

په بلخ کې د پنځو ماشومانو یوځای زېږون؛ د بلخ حوزوي روغتون کې یوه کم‌سارې پېښه.

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې د دې ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مور په یو وخت کې پنځه ماشومان زیږولي دي. د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دغو نویو زیږېدلو ماشومانو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي، او د مور او ټولو پنځو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو مور د بلخ ولایت د دولت‌آباد ولسوالۍ د شینګل‌آباد کلي اوسېدونکې ده. نوموړې د زېږون لپاره د مزارشریف حوزوي روغتون ته لېږدول شوې وه، او د زیږون بهیر د دغه روغتیايي مرکز د کارکوونکو تر څارنې لاندې ترسره شوی دی.

د مور کورنۍ د دغو پنځو ماشومانو ځانګړو اړتیاوو ته په اشارې سره له مسؤلو ادارو، خیریه بنسټونو او هېوادوالو څخه غوښتنه کړې چې د ماشومانو د ساتنې، پالنې او لګښتونو د برابرولو لپاره ورسره مرسته او ملاتړ وکړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې افغانستان لا هم له پراخو اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د هېواد لویه برخه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له جدي محدودیتونو سره مخ دی.

همدارنګه، په افغانستان کې د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې کچه لا هم لوړه ده. د وروستیو کلونو دوامدارې بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو د هېواد پر روغتیايي نظام نور فشار هم زیات کړی دی.

لکه څنګه چې د یونیسف او روغتیانړیوال سازمان په څېر نړیوالو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه مخ په زیاتېدو ده، او د بشري مرستو او روغتیايي خدمتونو د لا پراخ ملاتړ اړتیا ورځ تر بلې ډېریږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.