TOOSnews
اعلان
سنېټکام: د سمندري محاصري له امله ٣۵ بېړى بېرته ستنې شوي.
نړۍټوس نیوز

سنېټکام: د سمندري محاصري له امله ٣۵ بېړى بېرته ستنې شوي.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنېټکام) اعلان کړی، چې د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۴۵ بېړیو د امریکايي ځواکونو په امر خپل مسیر بدل کړی او بېرته بندرونو ته ستنې شوې دي.

سنېټکام دا خبر پر خپلې اېکس پاڼه خپور کړی او زیاته کړې یې ده، چې د محاصرې سیمه د ایران سوېلي بندرونه او ساحلي سیمې رانغاړي. د دې قومندانۍ په وینا، یاد اقدامات د سمندري امنیت د ټینګښت او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

تر اوسه د ایران له لوري د دې اعلان په اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی، خو شنونکي وايي چې دا ډول تحرکات کولی شي په سیمه کې کړکېچ نور هم زیات کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.