TOOSnews
اعلان
چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري پر غاړه واخیسته.
نړۍټوس نیوز

چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري پر غاړه واخیسته.

۱۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

چین په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوره‌ای مشرۍ مسئولیت د مې میاشتې لپاره پر غاړه واخیست. دغه مسئولیت د جمعې په ورځ پیل شو او د شورا د غړو ترمنځ د دورې په توګه ترسره کېږي.

فو کونګ، د چین استازي په ملګرو ملتونو کې، اعلان کړی چې د دې هېواد لومړنی لومړیتوب به په دغه دوره کې “د ملګرو ملتونو د منشور د اقتدار بیا ژوندي کول” او “د دې نړیوال سازمان رول پیاوړي کول” وي. هغه د غړو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی تر څو له نړیوالو ستونزو سره مقابله وشي.

د امنیت شورا مشري هره میاشت د شورا د غړو ترمنځ بدلېږي او هغه هېواد چې دغه مسئولیت پر غاړه لري، د غونډو د دستور کار ټاکلو او د نړیوال امنیت او سولې پورې بحثونو د مدیریت لپاره مهم رول لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.