TOOSnews
اعلان
د ډيورند كرښې په اوږدو كې د خيبر او دوربابا ترمنځ نښته؛ درې پاكستاني سرتېري ټپيان شوي.
افغانستانټوس نیوز

د ډيورند كرښې په اوږدو كې د خيبر او دوربابا ترمنځ نښته؛ درې پاكستاني سرتېري ټپيان شوي.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ او د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نن مازدیګر وقفه‌یي نښته شوې، چې د سرچینو په وینا پکې درې پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي. طالبانو په دې نښته کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نښته د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۴مه شاوخوا ۴:۳۰ بجې د خیبر ولسوالۍ د ذخې‌خېل تبې کنډو په سیمه کې رامنځته شوې ده. ویل کېږي، په نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی، خو د مقابل لوري د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

سرچینې وایي، یو لوری پاکستاني سرتېري وو، خو د مقابل لوري هویت یې نه دی روښانه کړی. له بلې خوا، طالبانو ویلي چې په دې نښته کې یې هېڅ ډول ښکېلتیا نه ده لرلې.

ځايي پاکستاني امنیتي چارواکي وایي، نښته پای ته رسېدلې، خو وضعیت لا هم حساس دی.

په همدې حال کې ځینې نا تایید شوي راپورونه څرګندوي، چې ښايي دا نښته د پاکستاني امنیتي ځواکونو او قاچاقچیانو ترمنځ شوې وي، خو تر اوسه نه پاکستاني چارواکو او نه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې د وروستیو نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون مهمې سوداګریزې لارې تړلې دي، او قاچاقبران هڅه کوي د اړتیا وړ توکي د ناقانونه لارو دواړو غاړو ته ولېږدوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.