په غزني کې سرچینې وايي چې د خلکو او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره د طالبانو د کمېسیون ترمنځ د نښتې له امله د ښاروالۍ د بلډوزر چلوونکی وژل شوی دی.
دا نښته پرون (سېشنبه، د زمري ۲۷مه) د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه جوز په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو د ښاروالۍ او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره د طالبانو د کمېسیون د هغو فعالیتونو پر وړاندې مقاومت کړی چې د هغو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره ترسره کېدل چې «امارتي» تثبیت شوي دي. د سیمې خلکو د دغه کمېسیون پر غړو ډبرې هم ویشتلي دي.
خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک د بلډوزر او د طالبانو د رېنجر موټر پر لور ډبرې غورځوي.
سرچینې وايي چې د غزني ښاروالۍ د بلډوزر چلوونکي د ډبرې د لګېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د دې نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ځمکې د مالکیت پر سر د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمېسیون او یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوه او وروسته اوسېدونکو د «کرېن» پر یوه چلوونکي ډبرې وویشتې.
د دې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرېن ټپي چلوونکی د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی و، خو د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې د دې پېښې په تړاو څو مشکوک کسان نیول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
طالبان په ټول هېواد کې د هغو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر په چټکۍ سره پر مخ وړي چې دوی یې غصب شوې ځمکې بولي. دې ډلې تر اوسه څو ښارګوټي دولتي اعلان کړي دي؛ په داسې حال کې چې د ځینو ښارګوټو مالکین وايي، دوی د ملکیت قانوني اسناد لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








