د امریکا د استخباراتي ارزونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت تر هغو چټک خپل پوځي او صنعتي بنسټونه بېرته رغوي چې مخکې یې اټکل کېده، او د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د تولید یوه برخه یې هم بیا پیل کړې ده.
دوو سرچینو چې د امریکا د استخباراتي ارزونو په اړه معلومات لري، د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۱مه (د غویي ۳۱مه) سياېناېن ته ویلي چې د ایران حکومت د شپږ اوونیز اوربند پر مهال، چې د اپرېل له پیل راهیسې نافذ شوی، د خپلو ډرونونو د تولید یوه برخه بېرته فعاله کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، دا اقدام ښيي چې تهران د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې زیانمن شوي پوځي ظرفیتونه په چټکۍ سره بېرته رغوي.
څلورو نورو سرچینو هم سياېناېن ته ویلي چې د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي، د ایران د پوځي ځواک د بیا رغونې بهیر د لومړنیو اټکلونو په پرتله ډېر چټک روان دی. د دغو سرچینو په خبره، د توغندیو اډې، لانچرونه او د مهمو وسلو د تولید ظرفیتونه چې په وروستۍ جګړه کې په نښه شوي وو، بېرته ځای پر ځای کېږي، او که بریدونه بیا پیل شي، تهران لا هم د امریکا د سیمهییزو متحدانو لپاره جدي ګواښ جوړولی شي.
دغه ارزونې همداراز هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې د امریکا او اسرائیلو بریدونو د ایران پوځي ځواک په اوږدمهاله توګه سخت کمزوری کړی دی.
هممهاله، رویټرز د پنجشنبې په ورځ «د خبرو اترو له بهیر څخه د دوو باخبره لوړپوړو ایراني سرچینو» له قوله راپور ورکړی چې مجتبی خامنهيي ایراني چارواکو ته امر کړی چې د بډایه شویو یورانیمو زېرمې باید له ایران څخه ونه اېستل شي؛ دا موضوع د اټومي خبرو اترو او اوربند په بهیر کې د امریکا او اسرائیلو له مهمو غوښتنو څخه بلل کېږي.
امریکا او اسرائیل غواړي چې د لوړې کچې غني شویو یورانیمو زېرمې بل هېواد ته ولېږدول شي، څو د ایران د احتمالي اټومي وسلې جوړولو مخه ونیول شي، خو د راپور له مخې تهران دا غوښتنه رد کړې او د دغو موادو ساتل یې د خپل امنیت «سره کرښه» بللې ده.
د ایران د چارواکو ټینګار پر پخوانیو سیاستونو په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سياېناېن د راپور له مخې، د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي ایران ښايي په شپږو میاشتو کې خپل د ډرون بریدونو ظرفیت په بشپړه توګه بېرته ورغوي، که څه هم د وسلو د صنعت د نورو برخو د بیا رغونې لپاره بېلابېل مهالوېشونه اټکل شوي دي.
یو امریکايي چارواکي په دې اړه ویلي: «ایرانیان د هغو ټولو مهالوېشونو څخه مخکې روان دي چې د امریکا استخباراتي ټولنې یې د دوی د پوځي ځواک د بیا رغونې لپاره اټکل کړي وو.»
د ډرون بریدونه د امریکا د سیمهییزو متحدانو له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي. که جګړه بیا پیل شي، د ایران اسلامي جمهوریت کولای شي د ډرونونو د کارونې په زیاتولو سره د خپل توغندیز ځواک کمزوري جبران کړي، هغه ځواک چې په وروستیو بریدونو کې زیانمن شوی، او بیا هم اسرائیل او د خلیج هېوادونه په نښه کړي.
ډونالډ ټرامپ هم څو ځله ګواښ کړی چې که د جګړې د پای ته رسولو خبرې بریالۍ نه شي، پر ایران به پوځي عملیات بیا پیل شي. هغه د سېشنبې په ورځ په ښکاره وویل چې یوازې «یو ساعت» د ایران د بمبارۍ د بیا پیل پرېکړې ته پاتې و.
لیکواله:سلیمه آریايي








