لیکواله:سلیمه آریایي
سیانان د منځګړیتوب د بهیر سره نږدې سرچینو څخه راپور ورکړی دی چې د پاکستان په اړه منځګړي تمه لري چې ایران په راتلونکو څو ورځو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تازه وړاندیز وړاندې کړي. دا راپور وروسته له دې خپور شو چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ایران پخوانی وړاندیز به نه مني.
د راپور له مخې، یادې سرچینې وایي چې عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، وروسته له دې چې روسیې ته سفر یې وکړ، باید نن ورځ تهران ته ستون شي. د دوی په وینا، تمه ده چې هغه د خپل راستنېدو وروسته د اسلامي جمهوریت د پریکړه کوونکو سره د وروستیو تحولاتواو پېښو په اړه خبرې وکړي.
سیانان همداشان ادعا کړې چې ډونالډ ټرمپ د ایران پخوانی وړاندیز رد کړی دی چې د تیرې اونۍ په پای کې وړاندې شوی وو.
د دې رسنۍ په وینا، په پخواني پلان کې ایران غوښتنه کړې وه چې لومړی جګړه ودرول شي او بیا په بل پړاو کې د ایران د هستوي پروګرام سره تړلي سخت موضوعات وڅېړل شي او حل و فصل شي.
تر دې دمه د دې راپور د خپرېدو وروسته، د ایران او متحده ایالاتو رسمي چارواکو په علني ډول د دې ادعاوو په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.








