TOOSnews
اعلان
د كريستيانو رونالدو د نړيوال جام سفر پاى ته ورسېد.
ورزشټوس نیوز

د كريستيانو رونالدو د نړيوال جام سفر پاى ته ورسېد.

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هسپانیې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو په سیالۍ کې پرتګال ته ۱-۰ ماته ورکړه او د کوارټر فاینل پړاو ته یې لار وموندله. له دې ماتې سره د پرتګال د ۴۱ کلن ستوري کریستیانو رونالډو د نړیوال جام وروستی سفر هم پای ته ورسېد.

د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي له پیل څخه تر پایه سخته او سیالیزه وه، خو د لوبې یوازینی ګول میکل میرینو وواهه او هسپانیې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

پرتګال د مساوي ګول لپاره پرله‌پسې بریدونه وکړل، خو د هسپانیې منظمې دفاع د لوبې تر وروستۍ شېبې د هغوی ټولې هڅې شنډې کړې.

په دې ماتې سره پرتګال له نړیوال جام څخه بهر شو او د کریستیانو رونالډو د نړیوال جام وروستۍ هڅه هم پای ته ورسېده. رونالډو تر دې وړاندې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام به د هغه د لوبغاړي په توګه وروستی نړیوال جام وي.

هسپانیه به د کوارټر فاینل په پړاو کې د امریکا او بلجیم ترمنځ د سیالۍ له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.