ډېوېډ بکام، د منچسټر یونایټډ پخوانی ستوری او د انګلستان د فوټبال ملي ټیم لوبغاړی، د ۲۰۲۶ کال د «سانډي ټایمز» د شتمنو کسانو په لړ کې لومړنی بریټانیوي ورزشکار ګرځېدلی چې شتمني یې له یو میلیارد پونډ څخه تېره شوې ده.
د دې نوم لړ د جوړونکو په وینا، د ډېوېډ بکام او د هغه د مېرمنې ویکتوریا بکام مجموعي شتمني سږکال شاوخوا یو میلیارده او ۱۸۵ میلیون پونډه، چې معادل ۱/۵۸۳ میلیارد ډالره کېږي، ته رسېدلې ده.
په دې درجهبندۍ کې دغه جوړه د بریټانیا د شتمنو سپورټي څېرو په منځ کې په دویم ځای کې ده او یوازې د برني اکلستون کورنۍ، چې د فورمول سیالیو پخوانی مدیر دی او شتمني یې شاوخوا دوه میلیارده پونډه ده،چې له دوی څخه لوړه ده.
ډېوېډ بکام چې په ۲۰۱۳ کال کې له فوټبال لوبو سره خدای پاماني وکړه، اوس د انټر میامي د مالکینو ډلې غړی دی؛ هغه ورزشګاه چې ارزښت یې شاوخوا ۱/۰۷ میلیارده پونډه اټکل شوی او د امریکا د فوټبال لیګ له ګرانبیه ټیمونو څخه شمېرل کېږي.
دغه ۵۱ کلن شخصیت همدارنګه د تبلیغاتي تړونونو او د نړیوالو برانډونو سره د همکارۍ له لارې د پام وړ عاید ترلاسه کوي.
د ویکتوریا بکام د شتمني لویه برخه هم د هغې د فیشن صنعت فعالیتونو او د شخصي جامو برانډ څخه ترلاسه شوې ده. هغې مخکې د مشهورې موسیقي ډلې «سپایس ګرلز» غړې په توګه نړیوال شهرت ترلاسه کړی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








