TOOSnews
اعلان
په سرپل کې د ۳۰۰ کلونو لرغوني اووه تاریخي آثار موندل شوي.
کلتور او هنرټوس نیوز

په سرپل کې د ۳۰۰ کلونو لرغوني اووه تاریخي آثار موندل شوي.

۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سرپل ولایت یو شمېر اوسېدونکو د دې ولایت په یوه سیمه کې د شاوخوا ۳۰۰ کلن تاریخ لرونکي اووه تاریخي اثار له موندلو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ درېیمه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تاریخي اثار د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د فرشقان له کلي څخه ترلاسه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په موندل شوو آثارو کې دیګچه، څراغ‌پایه، شمع‌داني، مات شوی دیګچه، پلته‌داني، تیل‌داني او د کف‌کښ یوې کچې لاسونه شامل دي. د مسؤلو چارواکو په وینا د دغو توکو عمر شاوخوا ۳۰۰ کاله اټکل شوی دی.

د سرپل ولایت لپاره د طالبانو والي احمدشاه دین‌دوست د سیمې د اوسېدونکو دا اقدام وستایه او ویې ویل چې دا د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراث په ساتنه کې د خلکو د پاملرنې او مسؤلیت نښه ده.

همداراز د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر عبدالغفار حق‌نما وویل چې د تاریخي آثارو ساتنه د ټولو وګړو ګډ مسؤلیت دی او باید د دې ارزښتمن میراث د خوندي ساتلو لپاره هڅې وشي.

دغه آثار په داسې حال کې موندل شوي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د فرهنګي میراث د ساتنې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. نړیوالې ادارې، په ځانګړي ډول یونسکو، څو ځله د افغانستان په ځینو تاریخي سیمو کې د غیرمعیاري کیندنو، ودانیزو چارو او نورو فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یونسکو په خپلو راپورونو او دریځونو کې د تاریخي آثارو د ساتنې او د لرغونو سیمو د زیانمنېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی، په ځانګړي ډول د هغو سیمو په اړه چې د نړیوال فرهنګي میراث په نوملړ کې ثبت دي.

د افغانستان د فرهنګي میراث ساتنه تل د کورنیو او نړیوالو ادارو د پام وړ موضوع پاتې شوې ده. په ۲۰۰۱ میلادي کال کې هم د بامیانو د بودا تاریخي مجسمې چې د افغانستان له تر ټولو مشهورو فرهنګي آثارو څخه ګڼل کېږي، ویجاړې شوې، چې دې پېښې د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راوپارول.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.