TOOSnews
اعلان
د لوى اختر په ورځو كې نږدې څلور ميليونه سيلانيانو تفريحي سيمو ته سفر كړی.
کلتور او هنرټوس نیوز

د لوى اختر په ورځو كې نږدې څلور ميليونه سيلانيانو تفريحي سيمو ته سفر كړی.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د لوی اختر په ورځو کې نږدې «څلور میلیونه» کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد بېلابېلو تفریحي، تاریخي او طبیعي سیمو ته سفرونه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران سې شنبې، د غبرګولي ۱۲مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې یاد شمېر سیلانیان تر ډېره هغو ولایتونو ته تللي چې طبیعي ښکلا، تاریخي اثار او فرهنګي جاذبې لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاتوي چې په هېواد کې د تفریحي او تاریخي ځایونو شتون د دې لامل شوی چې په وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لېوالتیا ورته زیاته شي.

نوموړي له سیلانیانو غوښتي چې د سفر پر مهال د سیمو کلتور، دودونو او چاپېریال ساتنې ته پوره پام وکړي، او له ځايي اوسېدونکو یې هم غوښتنه کړې چې له مېلمنو سره د خپل کلتوري ارزښتونو له مخې ښه چلند وکړي.

بلخوا، دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۹مه د نورستان د مرکز پارون په اړوند اسټوي کلي کې ځايي اوسېدونکو ویلي وو چې د مېلو په ورځو کې د هوایي ډزو او مرمیو له امله یو کس وژل شوی دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، د وژل شوي کس نوم زین‌السلام و.

د اسټوي کلي اوسېدونکو له چارواکو غوښتنه کړې چې د مېلو او سیاحتي ورځو پر مهال دې نورستان ته ورتلونکي کسان له وسلو سره نه پرېښودل کېږي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

لیکوال: سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.