TOOSnews
اعلان
هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي زیاتوالی؛ راپورونه د پوځي نښتو خبر وکوي.
نړۍټوس نیوز

هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي زیاتوالی؛ راپورونه د پوځي نښتو خبر وکوي.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

راپورونه ښيي چې د هند او پاکستان ترمنځ، په ځانګړي ډول د کشمیر په سیمه کې، پوځي نښتې زیاتې شوي دي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ځواکونو په ځینو سرحدي سیمو کې پر یو بل ډزې کړي چې له امله یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

ځایي سرچینې او رسنیز راپورونه وایي چې په څو سرحدي سیمو کې د نښتو شدت زیات شوی دی. دغو پرمختګونو د دوو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پراخېدو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

له بلې خوا، د پاکستان د پوځ د توغندیزو ځواکونو قوماندان ویلي چې که هر ډول احتمالي شخړه رامنځته شي، د پاکستان پوځي ځواب به په ډېر لنډ وخت کې ترسره شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو چمتووالی دفاعي بڼه لري او اسلام‌اباد د تهاجمي سیاست د تعقیب اراده نه لري.

بل لوري ته، د هند پوځي چارواکو ویلي چې د «سندور» په نوم عملیات لا هم روان دي، خو نښتې په موقتي ډول درېدلې دي. دوی همدارنګه د دې عملیاتو د دویم پړاو د پیل لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی.

د هند او پاکستان اړیکې په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا له سیاسي او پوځي کړکېچونو سره مخ شوي دي، او دواړو خواوو د یو بل پر وړاندې سخت دریځونه خپل کړي دي.

د نوي ډیلي او اسلام‌اباد چارواکو تر اوسه د دغو نښتو د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي، خو راپورونه ښيي چې په سرحدي سیمو کې وضعیت لا هم ترینګلی دی او د دواړو هېوادونو د پوځونو تر څارنې لاندې دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.