اروپایي پارلمان اعلان کړی چې یو غوښتنلیک د “په افغانستان کې د جنسیتي آپارتاید پېژندنه او طالبانو د ترهګرې ډلې په توګه ټاکل” موضوع سره د دې بنسټ د غوښتنلیکونو کمېټې ته راجع شوی دی. دغه کمېټه د غوښتنلیکونو لومړنۍ څېړنې او د دوی د رسیدګۍ لارې د ټاکلو مسوولیت لري.
د خپرې شوې رسمي لیکنې پر بسټ، دغه دوسیه د غوښتنلیکونو کمېټې ته لېږل شوې او ټاکل شوې چې د اړینو څېړنو وروسته، وروستۍ پایله په لیکلي ډول اعلان شي. په لیک کې همدارنګه ټینګار شوی چې د ترلاسه شوو غوښتنلیکونو د زیاتوالي له امله، د څېړنې بهیر ممکن وخت ونیسي.
دغه لیک بکتاش سیاوش، د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي، ته لېږل شوی دی. په لیک کې راغلي چې یاد غوښتنلیک په رسمي سیسټم کې ثبت شوی او خپلې اداري مرحلې ترسره کوي.
اروپایي پارلمان همدارنګه تشریح کړې چې ثبت شوي غوښتنلیکونه په دې بنسټ کې عام اسناد ګرځي، خو په عین وخت کې د د شخصي معلوماتو د ساتنې اړوند مقرراتو لاندې هم راځي او د دغو قوانینو په چوکاټ کې ساتل او اداره کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








