TOOSnews
اعلان
فراه والي: د افغانستان او ايران د سوداګرۍ لپاره دې لارې ٢۴ ساعته برانيستل شي.
اقتصاديټوس نیوز

فراه والي: د افغانستان او ايران د سوداګرۍ لپاره دې لارې ٢۴ ساعته برانيستل شي.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د فراه ولایت والي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د سرحدي لارو د ۲۴ ساعته پرانیستې غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې سرحدي لارې شپه او ورځ فعاله وساتل شي، څو د توکو لېږد رالېږد چټک او اسانه شي.

هغه همدارنګه د سرحدي تجهیزاتو پر نوي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د عصري امکاناتو په برابرېدو سره به د تګ راتګ بهیر لا خوندي او منظم شي.

د فراه والي په باور، دا اقدامات کولی شي د سوداګرۍ حجم لوړ کړي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.