TOOSnews
اعلان
فرید بشارت د یو اف سي سازمان د بنټم‌وېټ وزن د ۱۰ غوره مبارزانو په ډله کې شامل شو.
ورزشټوس نیوز

فرید بشارت د یو اف سي سازمان د بنټم‌وېټ وزن د ۱۰ غوره مبارزانو په ډله کې شامل شو.

۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د یو اف سي سازمان په خپل وروستۍ درجه‌بندۍ کې د فرید بشارت نوم د نړۍ د بنټم‌ویټ وزن د لسو غوره مبارزانو په ډله کې شامل کړی دی.

د دې درجه‌بندۍ له مخې، فرید بشارت چې افغان ورزشکار دی او د ګډو رزمي هنرونو په سیالیو کې برخه اخلي، توانېدلی چې د بنټم‌ویټ وزن لسم مقام خپل کړي. دا لاسته راوړنه د هغه د مسلکي کار د پرمختګ مهم ګام او د نړۍ په کچه د سیالیو په ډګر کې د هغه د پام وړ پرمختګ نښه بلل کېږي.

د بنټم‌وېټ وزن د ګډو رزمي هنرونو په سپکو وزنونو کې له مهمو کټګوریو څخه دی، چې پکې هغه مبارزان سیالي کوي چې لږ وزن لري، او دا د دې سپورټ له خورا سیالۍ ډکو برخو څخه شمېرل کېږي.

فرید بشارت په وروستیو کلونو کې د یو اف سي په سیالیو کې د غوره فعالیت او د پام وړ پایلو په ترلاسه کولو سره د دې سازمان له پېژندل شوو څېرو څخه ګرځېدلی دی.

هغه تر اوسه خپل ریکارډ پرته له کومې ساتلی او د ۱۵ پرله‌پسې بریاوو په ثبتولو سره یې په دې برخه کې مهم مقام ترلاسه کړی دی.

د بنټم‌ویټ د لسو غوره مبارزانو په ډله کې د فرید بشارت د نوم ځای پر ځای کېدل د هغه د مسلکي ژوند له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي او کېدای شي د یو اف سي په لا مهمو سیالیو کې د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.