TOOSnews
اعلان
فضل‌الحق فاروقي د افغانستان کرېکټ بورډ په غوښتنه کابل ته بېرته ستون شو.
ورزشټوس نیوز

فضل‌الحق فاروقي د افغانستان کرېکټ بورډ په غوښتنه کابل ته بېرته ستون شو.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ګلامورګن کرکټ کلب اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی فضل‌الحق فاروقي د افغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه د «ویټالیټي بلاسټ» سیالۍ پرېږدي او کابل ته ستنېږي.

یاد کلب د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فاروقي د ملي دندو د ترسره کولو لپاره وربلل شوی او له یوازې دوو لوبو وروسته به د ګلامورګن له لوبډلې جلا شي. ګلامورګن د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړې ته درناوی ښودلی او فاروقي ته یې په خپلو راتلونکو ملي مسؤلیتونو کې د بریا هیله کړې ده.

فضل‌الحق فاروقي په دې لنډه موده کې د یادو سیالیو پر مهال د پام وړ لوبه ترسره کړه. هغه په خپلې لومړۍ لوبه کې څلور ویکټې واخیستې او په ټولیز ډول یې په دوو لوبو کې د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځول.

نوموړی کیڼ‌لاسی توپ‌اچوونکی همدارنګه لومړنی افغان کرکټر و چې د بهرني لوبغاړي په توګه د ګلامورګن کلب لپاره ولوبېد؛ هغه موضوع چې د افغانستان د کرکټ مینه‌والو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

سره له دې چې د هغه د جلا کېدو خبر په رسمي توګه اعلان شوی، د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه د دې احضارېدو مشخص دلیل نه دی روښانه کړی. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان ملي لوبډله د راتلونکو نړیوالو سیالیو، په ځانګړي ډول د هند پر وړاندې د لوبو لپاره چمتووالی نیسي.

فضل‌الحق فاروقي په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ملي لوبډلې له مهمو او اغېزناکو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي او په مهمو نړیوالو سیالیو او مشهورو فرنچایزي لیګونو کې یې هم بریالۍ ونډه اخیستې ده.

د ګلامورګن کلب تر اوسه د فضل‌الحق فاروقي د ځایناستي لوبغاړي د ګمارنې په اړه کوم جزییات نه دي خپاره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.