TOOSnews
اعلان
په متحده عربي اماراتو کې،صقر سمندر ته نږدې په یوه کښتۍ کې اور لګېدلی.
نړۍټوس نیوز

په متحده عربي اماراتو کې،صقر سمندر ته نږدې په یوه کښتۍ کې اور لګېدلی.

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په متحده عربي اماراتو کې د صقر بندر ته نږدې د یوې کښتۍ د سوځېدو پېښه راپور شوې ده. دغه پېښه د دې بندر له لوېدیځه شاوخوا ۱۴ سمندي میله لرې رامنځته شوې او د سمندري ادارو پام یې ځان ته اړولی دی.

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو ادارې ویلي دي چې دا پېښه د یوې درېیمې سرچینې له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ ثبت شوې ده او د یوې کښتۍ د اور لګېدو سره تړاو لري. دغه اداره د دوشنبې په ورځ د تېرېدونکو کښتيو څخه غوښتنه کړې ده چې په دې سیمه کې د خوندي فاصلو رعایت وکړي.

تر اوسه د دې اور لګېدو علت معلوم نه دی او د دې پېښې د پېل څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي. همدارنګه د احتمالي چاپېریالي زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د متحده عربي اماراتو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د صقر بندر چې د رأس‌الخیمه امارت کې موقعیت لري د خلیج په جنوبي اوبو کې یو له مهمو ترانزیټي مرکزونو څخه دی او د دې ډول پېښو رامنځته کېدل کولای شي په دې سیمه کې د سمندري تګ راتګ پر فعالیتونو اغېز ولري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.