د افغانستان د عامې روغتیا پخوانی وزیر، فیروز الدین فیروز، د پخواني حکومت له سقوط څخه پنځه کاله وروسته په بریټانیا کې له یوه متفاوت ژوند سره مخ دی او د طبابت مسلک ته د بېرته ستنېدو لپاره له اوږدې او پېچلې پروسې سره مخامخ دی.
ښاغلي فیروز، چې حکومت ته له داخلېدو مخکې یې نهه کاله د جراح په توګه کار کړی و، په بریټانیا کې د پناه اخیستو وروسته هڅه کړې چې ژر تر ژره بېرته د کار بازار ته داخل شي؛ خو د طبابت مسلک ته د بېرته ستنېدو لپاره باید د خپلو اسنادو د تایید او د مسلکي جوازونو د ترلاسه کولو یو لړ پړاوونه بشپړ کړي.
نوموړي بریټانوي ورځپاڼې ټایمز ته ویلي چې د دې پروسې بشپړول لږ تر لږه دوه کاله وخت نیسي او په دې موده کې هغه نه شي کولای چې په بریټانیا کې د ډاکټر په توګه کار وکړي. دا وضعیت د هغه لپاره خپل مسلک ته د بېرته ستنېدو لاره ستونزمنه کړې ده.
فیروزالدین فیروز په دې موده کې د بریټانیا د ملي روغتیايي خدمتونو ادارې کې د دوو اداري دندو لپاره غوښتنلیکونه هم سپارلي، خو په هېڅ یوه دنده کې نه دی بریالی شوی. هغه اوس له هغې ننګونې سره مخ دی چې په بریټانیا کې ډېر مسلکي پناه غوښتونکي او کډوال ورسره مخامخ دي.
ډېر هغه مسلکي کسان چې له کلونو کار او تجربې وروسته له خپلو هېوادونو څخه لوېدیځو هېوادونو ته کډه کوي، د دې لپاره چې په خپل تخصصي ډګر کې بېرته کار پیل کړي، اړ دي چې د اسنادو د ارزونې او مسلکي اعتبار ترلاسه کولو نوې پروسې بشپړې کړي. کله ناکله دوی د دغو پروسو تر بشپړېدو پورې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ کېږي چې له خپل تخصص څخه بهر په نورو دندو کې کار وکړي.
فیروزالدین فیروز له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر و. تر دې مخکې یې نهه کاله د جراح په توګه کار کړی و. هغه په ۲۰۱۹ کال کې د حکومتونو په نړیواله غونډه کې د «غوره وزیر» جایزه هم ترلاسه کړه.
د ټایمز د راپور له مخې، دغه جایزه د افغانستان د روغتیايي شاخصونو د ښه والي په برخه کې د فیروز د فعالیتونو له امله ورکړل شوې وه. په دغو فعالیتونو کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو د مړینې د کچې کمول هم شامل وو. د راپور له مخې، د هغه د وزارت پر مهال د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو مړینه ۴۴ سلنه کمه شوې وه.
همدارنګه، د ټایمز د راپور له مخې، د فیروزالدین فیروز د وزارت پر مهال په افغانستان کې د زېږون پر وخت د ژوند تمه اووه کاله زیاته شوې وه؛ هغه لاسته راوړنې چې هغه مهال د افغانستان د روغتیايي نظام د فعالیت په ارزونه کې د پام وړ بلل شوې وې.
اوس فیروزالدین فیروز په بریټانیا کې هڅه کوي چې د اړینو پړاوونو له بشپړولو وروسته یو ځل بیا د طبابت مسلک ته ستون شي؛ هغه مسلکي سفر چې د کلونو طبي او مدیریتي تجربې له لرلو سره سره، په بریټانیا کې ورته له سره پیلېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








