TOOSnews
اعلان
د كابل د دشت برچي ښوونځي دننه چاودنه كې ۵۲ كسان ټپيان شوي.
افغانستانټوس نیوز

د كابل د دشت برچي ښوونځي دننه چاودنه كې ۵۲ كسان ټپيان شوي.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل ښار د لویدیځ دشت برچي په مهدیه ښارګوټي کې د یوه ښوونځي دننه د لاسي بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

طالب چارواکو ویلي، چې چاودنه دوشنبې مازیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند مهدیه ښارګوټي کې د یوه ښوونځي دننه شوې ده. چارواکو تر اوسه د پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه کره رسمي شمېرې نه دي خپرې کړي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. ۲۴ ټپیان عالمي روغتون، ۱۷ امان زمان روغتون، درې قهرمان کربلا روغتون او څلور نور استقلال روغتون ته انتقال شوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور ټپیان محمد علي جناح او صحت طفل روغتونونو ته وړل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي او لامل په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي. طالب چارواکي وايي، پېښه د لاسي بم د چاودنې له امله رامنځته شوې، خو د لاسي بم د ځای پر ځای کېدو او د پېښې د مسوولیت په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د پېښې له امله د ښوونځي زده‌کوونکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه لا هم بېلابېل معلومات خپرېږي او د ټپیانو رسمي شمېر لا نه دی اعلان شوی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.