په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو پر ضد د وروستیو اعتراضونو پر مهال د یو شمېر ښځینه معترضانو او د هغوی د ملاتړو د نیول کېدو او د ډزو له امله د مرګژوبلې د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ټولنیزو رسنیو فعالانو سره د همغږۍ یوه غونډه کړې ده.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ناسته د عامه پوهاوي د لوړولو، د پېښو د ښه انعکاس او د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوې ده.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په غونډه کې ټینګار کړی چې ټولنیزې رسنۍ د خبرونو او معلوماتو د خپرولو مهمه وسیله ده او له فعالانو سره همکاري کولی شي د فرهنګي ارزښتونو په پیاوړتیا، د محلي هویت په ساتنه او د ټولنې د لاسته راوړنو په څرګندولو کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه ویل شوي چې د ټولنیزو رسنیو د فعالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د نظرونو تبادله او د موجودو امکاناتو اغېزمن کارول د دې ناستې له مهمو ټکو څخه وو.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د هرات د وروستیو اعتراضونو پر مهال په ټولنیزو شبکو کې د امنیتي ځواکونو د ډزو ویډیوګانې خپرې شوې وې، چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان او سازمانونه ادعا کوي چې د اعتراضونو پر مهال له ښځو او نورو معترضانو سره ناسم چلند شوی او د هغوی لپاره یې د عدالت او خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
بل لور ته په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښو د پراخو ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، راپورونه وایي چې د طالبانو مشر د ځیرکو موبایلونو د راټولولو او له منځه وړلو امر کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








