د تهران او واشنګټن ترمنځ د آنلاین هوکړه لیک له لاسلیک څخه درې ورځې وروسته، د دې سند د متن محرمانه پاتې کېدل د هغه د ماهیت او د دواړو لورو لپاره د احتمالي ژمنو د ساحې په اړه پوښتنې او غبرګونونه راپارولي دي. په داسې حال کې چې رسمي چارواکو تر اوسه د سند بشپړ متن نه دی خپور کړی، د رسنیو راپورونه د ۱۴ مادو لرونکي چوکاټ د موجودیت خبر ورکوي چې پکې د اوربند، بندیزونو، د تېلو د صادراتو او د ایران د اټومي پروګرام موضوعات شامل دي.
د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت د غبرګولي ۲۵مه سهار اعلان وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي. د دواړو لورو د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې ده چې دا یاددښت تفاهم د غبرګولي ۲۹مه د سویس په هېواد کې په رسمي او حضوري ډول لاسلیک شي.
د العربیه،سي اېن اېن، بلومبرګ او وال سټریټ ژورنال په ګډون د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې سند مهمې مادې د جګړې سمدستي پای ته رسول، د سمندري بندیزونو لرې کول، د فارس خلیج او د عمان سمندرګي کې د بېړیو د تګ راتګ بیا پیل، ایران ته د تېلو او بانکي معافیتونو صادرول، د کنګل شوو شتمنیو د یوې برخې ازادول او د ایران د اقتصادي پرمختګ لپاره د یوه بهیر پیلول شامل دي.
د همدې راپورونو له مخې، د دې هوکړې په یاددښت کې وړاندیز شوی چې متحده ایالات او د هغه سیمهییز متحدین د ایران د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالره مالي سرچینې برابرې کړي. همدارنګه ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د تولید هڅه نه کوي.
دا سند همدارنګه د ۶۰ ورځو د مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابروي څو د یوې جامع او وروستۍ هوکړې لپاره لار هواره شي. د خپرو شویو مادو له مخې، وروستۍ هوکړه باید د دواړو لورو ترمنځ د اجماع په صورت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې په یو الزامکوونکي پرېکړهلیک کې تصویب شي.
د دې یاددښت تفاهم په لومړۍ ماده کې راغلي چې ایران، امریکا او د هغوی متحدین د جګړې سمدستي او دایمي پای اعلانوي او ژمنه کوي چې د یو بل پر ضد له هر ډول دښمنانه اقدام، ګواښ یا د زور له کارولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه د دواړو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي ته هم اشاره شوې ده.
په یوه بله برخه کې دواړه لوري ژمن شوي چې څه نا څه په ۶۰ ورځو کې به د یوې وروستۍ هوکړې لپاره خبرې اترې وکړي. دا موده د متقابلې هوکړې له مخې غځېدلای شي او د خبرو پایله باید د دواړو لورو د راتلونکو اړیکو چوکاټ مشخص کړي.
د خپرو شویو مادو له مخې، متحده ایالات به مکلف وي چې سمندري محاصره لغوه کړي او د ۳۰ ورځو په موده کې د بېړیو د بشپړ تګ راتګ زمینه برابره کړي. په مقابل کې ایران هم ژمن شوی چې د سمندري لارو امنیت او د سوداګریز تګ راتګ د جګړې له وړاندې کچې ته د ستنېدو لپاره اړین اقدامات وکړي.
د دې تفاهم یو مهم بند د بندیزونو موضوع ته ځانګړی شوی دی. په دې بند کې امریکا ژمنه کړې چې د وروستۍ هوکړې په چوکاټ کې به د ایران ټول اړوند بندیزونه، له یو اړخیزو، لومړنیو او ثانوي بندیزونو په ګډون، لغوه کوي او د نړیوالو محدودیتونو د لرې کولو بهیر به تعقیبوي.
په اټومي برخه کې ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي. همدارنګه پرېکړه شوې چې د غني شوو موادو او د ایران د اټومي پروګرام نور اړوند مسایل به د راتلونکو مذاکراتو په جریان کې وڅېړل شي او پرې تصمیم ونیول شي.
د هوکړې یاددښت تر لاسلیک او د وروستۍ هوکړې تر ترلاسه کېدو ترمنځ په موده کې دواړو لورو د موجود وضعیت د ساتلو هوکړه کړې ده. د دې له مخې ایران به په خپل اټومي پروګرام کې کوم بدلون نه راولي او امریکا به نوي بندیزونه نه لګوي او نه به په سیمه کې خپل پوځي حضور زیاتوي.
همدارنګه په خپور شوي متن کې راغلي چې امریکا به د دې تفاهم له لاسلیک وروسته سمدستي د تېلو، پیټروکیمیکل محصولاتو او اړوندو خدماتو لکه بانکي، بیمهیي او ترانسپورټي خدماتو لپاره اړینې معافیتونه صادر کړي. د کنګل شوو شتمنیو ازادول هم له همدې مواردو څخه دي.
په خپرو شویو مادو کې د توافق د پلي کېدو د څار لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدو یادونه هم شوې ده. د دې بند له مخې دواړه لوري مکلف دي چې د ژمنو د پلي کېدو بهیر په راتلونکي کې په ګډه وڅاري.
سره له دې چې د هوکړې ځینې برخې خپرې شوې دي، لا هم څرګنده نه ده چې د خپرو شویو نسخو متنونه د هغه سند سره چې ټاکل شوې د غبرګولي په ۲۹مه په سویس کې لاسلیک شي، بشپړ مطابقت لري که نه. رسمي چارواکو تر اوسه بشپړ متن نه دی خپور کړی.
سي اېن اېن د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې هغه سند چې دې شبکې ته رسېدلی، هماغه متن دی چې د غبرګولي ۲۵مه په ډیجیټل ډول د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شوی و. خو دغې رسنۍ ټینګار کړی چې د هوکړې تخنیکي جزییات لا هم د څېړنې او نهايي کېدو په حال کې دي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوکړې دا یاددښت «ډېر قوي» بللی، خو ویلي یې دي چې هوکړه لا نهایی شوې نه ده او د هغه پلي کېدل به د خبرو د بهیر او د مقابل لوري د چلند له پایلو سره تړلي وي.
رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د ایران د توغندیز پروګرام او د نیابتي ډلو د ملاتړ موضوع، چې مخکې د امریکایي او اسرائیلي چارواکو له خوا مطرح کېده، اوس د راتلونکو خبرو د اصلي محورونو له ډلې نه دي ګرځول شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








